ډېر لوستل شوي

ایران له افغانستان سره د یزدان سرحدي سوداګريز بازار د بیا پرانیستلو غوښتنه کړې ده

ایراني چارواکو له افغانستان سره د یزدان سرحدي سوداګريز مرکز د بېرته فعالولو لپاره د خبرو اترو د دوام خبر ورکړی او د دغه مرکز د بیا پرانیستلو غوښتنه یې کړې ده.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د جنوبي خراسان والي محمدرضا هاشمي ویلي چې له افغان چارواکو سره د سوداګریزو راکړو ورکړو د پراختیا په موخه خبرې روانې دي او د ایران د بهرنیو چارو وزارت له لارې هم ډیپلوماټیکې هڅې دوام لري.

نوموړي زیاته کړې چې ایراني لوري د صادراتو لپاره اړین چمتووالی نیولی او د دغه بندر له لارې د ځینو توکو صادرات هم ترسره شوي، خو د سوداګريز مرکز د فعالیتونو پراختیا د افغان لوري موافقې ته اړتیا لري.

د سوېلي خراسان والي ټینګار کړی چې سوداګریزې راکړې ورکړې باید یوازې د ماهیرود پر سرحدي بندر پورې محدودې نه وي، بلکې د یزدان، دوکوهانه او ګلورده سرحدي بازارونو له ظرفیتونو هم ګټه واخیستل شي.

د ويلو ده چې د یزدان سرحدي سوداګريز بازار د ایران د جنوبي خراسان ولایت او د افغانستان د فراه ولایت پولې ته نږدې موقعیت لري او په تېرو کلونو کې یې سوداګریز فعالیتونه له محدودیتونو سره مخ وو.

اړوند خبرونه