ډېر لوستل شوي

حوثيانو په ریاض کې تر ټولو لوړ برج په نښه کړی

د یمن حوثي ځواکونو په څه کم یوه اوونۍ کې د دویم ځل لپاره د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې تر ټولو لوړ برج د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې په نښه کړی چې له امله یې لږ تر لږه ۱۱ کسان ټپیان شوي دي.

رویټرز خبري اژانس د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلاف په حواله ویلي، دغه برج چې د سعودي عربستان د عامه پانګونې صندوق مرکزي دفتر هم پکې موقعیت لري، د حوثي ځواکونو د ډرون برید هدف ګرځېدلی دی.

رویټرز زیاتوي چې د سعودي عربستان پر هوايي ډګرونو، د تېلو پر تاسیساتو او اداري ودانیو د حوثیانو بریدونو د یو شمېر نړیوالو الوتنو د لغوه کېدو او په دغه هېواد کې د ځینو مهمو پروګرامونو د ځنډېدو یا لغوه کېدو لامل شوي دي.

اړوند خبرونه