د ترکیې دفاع وزارت خبر ورکړی، د دغه هېواد د هوايي ځواک یوه پوځي چورلکه د روزنیزې الوتنې پر مهال لوېدلې چې له امله یې پنځه سرتېري وژل شوي دي.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، د «اې اېس ۵۳۲» ډوله چورلکې له اېسکیشهیر ښار څخه د روزنیزې الوتنې په موخه الوتنه کړې وه، خو له الوتنې لږ وروسته لوېدلې ده.
د ترکیې دفاع وزارت په وینا، په دې پېښه کې د چورلکې ټول پنځه سپاره سرتېري وژل شوي دي.

