د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (سيایاې) او د ملي استخباراتو د مدیر دفتر په دې وروستیو کې د سایبري نفوذ له یوې پېښې خبر شوي چې په پایله کې یې د دواړو ادارو ځینې غیرمحرمانه معلومات افشا شوي دي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې چې لومړی یې دغه خبر خپور کړی، لیکلي چې سایبري نفوذ په هغه شبکه کې شوی چې د استخباراتي موخو لپاره د عامه او غیرمحرمانه معلوماتو ارزونه کوي. د راپور له مخې، ښايي د امریکا د حکومت د ځینو نورو ادارو معلومات هم افشا شوي وي.
تر اوسه د افشا شویو معلوماتو څرنګوالی او د سایبري نفوذ د ترسره کېدو طریقه نه ده روښانه شوې، خو د امریکا د ملي استخباراتو د مدیر دفتر ویلي چې دغې پېښې د دوی پر مهمو فعالیتونو او محرمانه سیستمونو اغېز نه دی کړی.
دا په داسې حال کې ده چې تر مخکې هم د امریکا د کرنې وزارت او فدرالي څېړنو ادارې (اېفبيای) په سیستمونو کې د سایبري نفوذ جلا پېښې راپور شوې وې او د دفاع او کورني امنیت وزارتونه هم په دې وروستیو کې له ورته پېښو سره مخ شوي دي.

