د چاپېریال ساتنې عمومي ادارې لوی رييس مولوي مطیعالحق خالص وايي، د اسلامي نظام تر سیوري لاندې هر وګړی مکلف دی چې د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د توشیح شويو قوانینو او فرمانونو اطاعت وکړي.
ښاغلي خالص دا څرګندونې د فرمانونو د اغېزو په اړه د ترسره شوي علمي کنفرانس او د اسلامي امارت د مشرتابه لپاره د «شیخالاسلام» لقب د کارولو په تړاو جوړې شوې غونډې ته کړې دي.
مولوي مطيعالحق خالص ټینګار کړی چې که د فرمانونو په پلي کولو کې یووالی او اتفاق وي، ټولنې او ادارې به ترې ګټه پورته کړي.
نوموړي همداراز د چاپېریال ساتنې عمومي ادارې ټولو کارکوونکو ته امر کړی چې د امیرالمؤمنین له نوم سره دې د «شیخالاسلام» لقب هم ولیکي.

