د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې رییس، ملا عبدالقاهر حاجي ادریس په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي له مرستیال «برونو لیمارکیس» د ملګرو ملتونو وګړو صندوق (UNFPA) له استازي «کوابنا اسانته-نتیامواه» او مل پلاوي سره کتلي دي.
د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه کې د نفوسو سرشمېرنې، د کلیو تثبیت او نورو سروېګانو د ملاتړ، کارکوونکو د روزنې، اړوندو برخو ته د ټکنالوژیکي وسایلو چمتو کولو او حیاتي پېښو (CRVS) په برخو کې د همکارۍ په اړه خبرې شوې دي.
یادې لیکلي چې د ناستې پرمهال د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال د ارقامو پر ارزښت د خبرو ترڅنګ له دې ادارې سره پر ګډ کار او همکارۍ خبرې کړې او په اړوندو برخو کې یې د نړیوالو مرستو د را جلبولو په موخه په دوامدارو ګډو ناستو ټينګار کړی دی.
بلخوا د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) استازي د ادارې له رهبرۍ څخه د شویو ګډو همکاریو له امله مننه کړې او په راتلونکي کې یې د لا پراخو او اغېزمنو همکاریو او همغږۍ ډاډ څرګند کړی دی.

