ډېر لوستل شوي

روسیه کې افغان سفیر د افغانستان د صادراتو د زیاتوالي غوښتنه کړې

په مسکو کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر مولوي گل حسن حسن، روسیې ته د افغانستان د صادراتو د زیاتوالي، د افغان محصولاتو لپاره د روسیې بازار ته د لاسرسي او د سوداګریزو همکاریو د پراختیا غوښتنه کړې ده.

نوموړي د آستراخان په ښار کې د «شمال–جنوب نړیوال ترانسپورتي دهلیز؛ نوي افقونه او فرصتونه» تر عنوان لاندې په څلورم نړیوال فورم کې ګډون کړی او د افغانستان ستراتیژیک موقعیت یې د سیمه‌ییزې سوداګرۍ او ټرانزیټ لپاره مهم بللی دی.

د افغانستان سفارت په روسیه کې په خبرپاڼه کې ویلي، مولوي گل حسن حسن د روسیې، ترکمنستان، افغانستان او ایران ترمنځ د ټرانسپورتي لارو پیاوړتیا، سوداګرۍ، ګډو پانګونو او تولیدي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

خبرپاڼه زیاتوي، افغان سفیر د افغانستان د محصولاتو د صادراتو د زیاتوالي، روسیې بازار ته د لاسرسي، او بانکي او ګمرکي اسانتیاوو د پراختیا غوښتنه هم کړې ده.

نوموړي د فورم په څنډه کې د آستراخان له والي ایګور یوریویچ بابوشکین سره هم لیدلي او د افغان سوداګرو لپاره د ویزو د صدور د بهیر پر اسانتیا، د اقتصادي اړیکو پر پراختیا او روسیې بازار ته د افغان محصولاتو د لاسرسي پر برابرولو یې خبرې کړې دي.

اړوند خبرونه