د کابل ښار د دهمزنګ په سیمه کې د یوې لوړپوړې ودانۍ د جوړولو چارې، چې کلونه وړاندې پیل شوې وې او د بېلابېلو لاملونو له امله یې کارونه وخت ناوخت ځنډېدلي وو، اوس وروستي پړاو ته رسېدلي دي.
د ملي پراختیا شرکت ویاند په خپل اېکس لیکلي، د یادې ودانۍ د جوړولو چارې وروسته له هغې دې شرکت ته وسپارل شوې، چې د پخوانیو ستونزو له امله یې د بشپړېدو بهیر له خنډ او ځنډ سره مخ و. د نوموړي په وینا، د غوره مدیریت او د متعهد کاري ټیم د هڅو په پایله کې د ودانۍ د جوړولو چارې د پام وړ پرمختګ کړی او ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

