ډېر لوستل شوي

د مشاعرو لړۍ؛ کاپیسا کې د «ژېړګل) مشاعره ترسره شوه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت نن ماښام(پنجشنبه، غوایي شلمه) په خپل رسمي اېکس د کاپیسا مرکز محمودراقي کې د «ژېړګل» په نوم د یوې سترې مشاعرې د ترسراوي خبر ورکړی دی.
دغه مشاعره د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري چمتو شوې وه چې ددغه وزارت د سرپرست ملاخیرالله خیرخواه سربېره پکې د یاد وزارت د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتییق الله عزیزي، د نشراتو چارسمبالي مولوي ضیاء الحق حقمل، د کاپیسا والي قاري احسان الله بریال، ګڼو امارتي مسوولینو، شاعرانو، لیکوالانو، متنفذینو او ځوانانو ګډون کړی وو.
د اطلاعاتو او کلتور وزير ښاغلي ملا خيرالله خیرخوا د مشاعرې ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې وویل چې په ژبني هنر باید ټولنې ته ګټور پیغامونه وړاندې شي.
ښاغلي خيرخواه زیاته کړه، اوس ددې وخت رارسېدلی چې ټول په يوه غږ د اسلامي نظام د لا پياوړتيا، د هېواد د پرمختګ، د افغانانو ترمنځ د ملي يووالي او د هېوادوالو د لا هوساينې لپاره کار وکړو او د نظام او هېواد د دښمنانو په پوچو تبليغاتو ونه غولېږو.
د کلتور او هنر مرستیال مولوي عتیق الله عزيزي سپارښتنه کړې چې شاعران او لیکوالان باید په خپلو شعرونو او لیکنو کې د اسلام نظام پیاوړتیا، د افغانانو ترمنځ د ملي يووالي، د ملت او حکومت د نږدېوالي، د هېواد ابادۍ او ورته نور ګټور موضوعات راونغاړي.
یاده مشاعره کې لسګونو شاعرانو خپل شعرونه وړاندې کړل او د ګډونوالو له لوري په ولولو بدرګه شول.
د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت په راتګ او د سرتاسري امن په برکت د هېواد په ګوټ ګوټ کې د مشاعرو دود په پراخېدو دی. اوسمهال پلازمېنې او ولایتونو کې له کلنیو دودیزو مشاعرو وراخوا ګڼې تفریحي او نمانځونکې مشاعرې ترسره کیږي

اړوند خبرونه