ډېر لوستل شوي

د اندونیزیا سفیر د بامیانو عامه کتابتون ته ۱۵۰ ټوکه کتابونه ډالۍ کړي

د اندونیزیا سفیر «نندا آوالیست» د بامیانو له عامه کتابتون څخه د لیدنې پر مهال دغه کتابتون ته ۱۵۰ ټوکه کتابونه ډالۍ کړي دي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت په خبرپاڼه کې ويل شوي، د اندونیزیا سفیر د یوه پلاوي په ملتیا بامیانو ته تللی او د عامه کتابتون له مسوولینو سره یې د مطالعې او کتاب لوستلو د فرهنګ پر پراختیا خبرې کړې دي.

آوالیست ویلي، هېواد یې په افغانستان او اندونیزیا کې د مطالعې د فرهنګ د ودې لپاره د فرهنګي پروګرامونو او کتاب نندارتونونو د جوړولو پلان لري، چې موخه یې ځوانان مطالعې ته هڅول او د هغوی د پوهې او معلوماتو د کچې لوړول دي.

د بامیانو د عامه کتابتون مسوولينو د اندونیزیا د سفیر له دې اقدام هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د کتابونو دغه مرسته به د کتابتون مطالعاتي سرچینې بډایه او د کتاب مینه‌والو او ځوانانو لپاره د مطالعې فرصتونه پراخ کړي.

اړوند خبرونه