ډېر لوستل شوي

“د بې‌کیفیته محصولاتو تولید او عرضې ته اجازه نه ورکوو”

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رییس، ملا عبدالله حاجي بشیر په کابل کې د وسپنې ویلې‌کولو له یوې فابریکې څخه د څارنې پرمهال د کورنیو معیارونو پر مراعاتولو ټینګار کړی دی. 

په خبرپاڼه کې د حاجي بشیر په حواله ټینګار شوی چې د هېواد کورني تولیدات، واردات او صادرات باید له ټاکل شویو معیارونو سره سم وي.

نوموړي همداراز ویلي چې دا اداره د بې‌کیفیته محصولاتو د تولید، وارداتو او صادراتو اجازه نه ورکوي، ترڅو خلک له احتمالي زیانونو سره مخ نشي او په بازار کې د وړاندې شویو محصولاتو کیفیت تضمین شي. د معیار او کیفیت ادارې همداراز لیکلي چې د دې څارنې پرمهال تخنیکي پلاوي د خامو او لومړنیو توکو کیفیت، د تولید پړاوونه، د وروستیو محصولاتو کیفیت او د کورنیو معیارونو د رعایت کچه ارزولې ده.

اړوند خبرونه