د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند بغلان ته د خپل سفر په ترڅ کې ددې ولایت له سېلاب ځپلو سیمو نږدې لیدنه وکړه.
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت نن(دوشنبه، غوایي ۲۴مه) په خپله رسمي اېکسپاڼه ددې لیدنې خبر ورکړی دی.
ملا عبدالغني برادر اخوند د زیانمنو سیمو له څار وورسته د بغلان په مرکز کې ولایتي مسوولینو او کاري کمېټو استازو ته لازمې لارښوونې کړي دي.
ملاصاحب برادر اخوند ویلي: هغه ولسوالۍ چې موږ له نږدې وکتلې د زیان کچه یې لوړه ده، په کار ده چې د خوراکي توکو، درملو او بېځایه شویو هېوادوالو لپاره د سرپناه برابرولو په برخه کې یادې ادارې خپلې هڅې ګړندۍ او سېلابځپلو سیمو ته د مرستو بهیر چټک کړي. د یادونې وړ ده چې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د یوه پلاوي په مشرۍ څو ورځې وړاندې په خپله د بغلان د وضعیت د ارزونې په موخه دې ولایت ته سفر وکړ.