ډېر لوستل شوي

مفتي عبدالمتین قانع: لوګر کې زړو چاودېدونکو توکو چاودنه کړې

د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع نن سهار(شنبه، غوایي ۲۹مه) په خپل اېکس لیکلي چې پرون شپه شاوخوا دولس نیمې بجې د لوګر د محمداغې ولسوالۍ شکارکلا تعلیمي مرکز ته نږدې زړو چاودېدونکو توکو چاودنه کړې ده.

د مفتي قانع په قول، چې دا چاودنه د یوه مجاهد د بې احتیاطۍ له کبله رامنځته شوې ده.

د نوموړي په اند چې دا چاودنه هېڅ ځاني زیان له ځانه سره نه لري.

د عیني شاهدانو له خولې چې چاودنه زوروره وه او غږ یې تر لرې سیمو اورېدل شوی.

اړوند خبرونه