ډېر لوستل شوي

هرات کې یوې ټرافیکي پېښې شاوخوا شلو تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د هرات ولایتي مسوولین وايي، چې ددې ولایت په کرخ ولسوالۍ کې یوې ټرافیکي پېښې ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

ویل کیږي چې دا پېښه پرون مازیګر(جمعه، غوایي ۲۸مه) د هرات په کرخ ولسوالۍ کې د یوه موټرسایکل او یوه کاسټر د ټکر په پایله کې رامنځته شوې ده چې ۴ تنو پکې خپل ژوند بایللی او ۱۴ نور ټپیان دي.

د هرات د حوزوي روغتون د بېړنۍ خونې مسوول ډاکټر احمدفهيم افضلي وايي، چې د پېښې قربانیان د سيمې روغتون ته ليږدول شوي دي. ددې پېښې اصلي علت لا نه دی په ګوته شوی خو ورته پېښې ډېری وخت له بې غورۍ او چټک تګ رامنځته کیږي.

اړوند خبرونه