د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وايي، په هېواد کې د سوالګرۍ د مخنیوي او د دې پدیدې لپاره د دايمي حللارو موندلو په موخه یې د نړیوالو موسسو او مرستندویه بنسټونو له استازو سره د همغږۍ غونډه کړې ده.
یاد معاونیت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، په دې غونډه کې د سوالګرۍ پر عواملو او د مخنیوي پر لارو چارو بحث شوی او ټینګار شوی چې سوالګرو ته دې د حرفوي زدهکړو، مشروطو نغدي مرستو او اقتصادي پیاوړتیا له لارې د باعزته او دوامداره ژوند زمینه برابره شي.
د خبرپاڼې له مخې، د غونډې په پای کې د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت له لوري د سوالګرۍ د ښه مدیریت لپاره یوه جامع طرحه هم له نړیوالو مرستندویه بنسټونو سره شریکه شوې چې د هغوی هرکلی یې ترلاسه کړی دی.

