ډېر لوستل شوي

اوزبيکستان ته د کچالو د صادراتو پیل؛ لومړنۍ جوپه کې اته باروړونکي موټر شامل دي

د افغانستان او اوزبيکستان د سوداګرۍ خونو په ګډه همکارۍ اوزبيکستان ته د بامیان ولایت د کچالو صادرات پیل شوي او په لومړۍ جوپه کې اته باروړونکي موټر د حیرتان بندر له لارې د ياد هېواد ترمذ ښار پر لور روان شوي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د يادې خونې عمومي رييس سید کریم هاشمي او د اوزبيکستان د سوداګرۍ خونې رييس دوران وهابوف دې هېواد ته د بامیانو د ۱۰۰ زره ټنه کچالو پر صادراتو هوکړې ته رسېدلي دي.

د خبرپاڼې له مخې، د دواړو هېوادونو سوداګریزو خونو د افغان بزګرانو او اوزبيکستاني سوداګرو ترمنځ د اړیکو، د کرنیزو محصولاتو د پېر او پلور، بازارموندنې او لېږد په برخو کې همغږي رامنځته کړې ده.

تمه ده چې د دې بهیر په پراختیا سره به د بامیانو بزګرانو ته د خپلو کرنیزو محصولاتو د پلور لپاره نوي بازارونه برابر او د افغانستان او اوزبيکستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې لا پراخې شي.

اړوند خبرونه