د عامې روغتیا وزارت ویلي، په تېر ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال کې د دې وزارت په عاجل ابن سینا روغتون کې نهه زره او ۲۴۰ وړیا جراحي عملیات شوي.
په یادو جراحي عملیاتو کې څلور زره او ۷۸۷ ستر او څلور زره او ۴۵۵ کوچني جراحي عملیات شامل وو، چې د افغان مجربو او متخصصو ډاکټرانو پر مټ په بریالۍتوګه او وړیا ډول ترسره شوي دي.
په یاد روغتون کې همداراز ۲۱۷ زره او ۹۴۸ ناروغانو ته په وړیا توګه سراپا او ۱۱ زره او ۵۱۷ ناروغانو ته داخل بستر (IPD) خدمتونه وړاندې شوي دي.