کابل ښاروالۍ ویلي، چې د لوی اختر د را رسېدو په مناسبت یې ښاریانو ته د ښار په بېلابېلو زونونو کې د څارویو د پلور ځانګړي ځایونه ټاکلي دي.
کابل ښاروالۍ له هېوادوالو غوښتي چې په عامه ځایونو کې دې د څارویو له پلوره لاس په سر شي.
دغې ادارې د یوې خبرپاڼه په خپرولو سره ویلي چې د څارویو پلورونکو ته سپارښتنه شوې، چې د خپلو څارویو پلورلو په موخه دې له ټاکل شویو ځایونو څخه ګټه پورته کړي. د سرچینې په وینا، د یادو ځایونو په ټاکل کېدو سره به له یوې خوا د ښاریانو روغتیا خوندي او د بېلابېلو ناروغیو له خپرېدو څخه مخنیوی وشي او له بلې خوا به ښاریان په یوه ټاکلي ځای کې د قرباني په پار څاروي راونیسي.