ډېر لوستل شوي

کابل پولیسو ۷ غله نیولي

د کابل امنیه قومندانۍ پولیسو په اوومه حوزه کې ۷ تنه د غلا په تور نیولي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع نن مازیګر(پنجشنبه، غبرګولي ۲۴مه) په خپل اېکس د یادو غلو د نیونې خبر ورکړی دی.
د ښاغلي قانع په قول، دې کسانو د اوومې ناحیې له استوګنو کورونو غلاګانې کولې چې پولیسو تر خبرتیا وروسته نیولي دي.
ددې کسانو دوسیې اړوندو عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې کورنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې د هر ډول ورانکارو ډلو پر وړاندې خپله مبارزه چټکه کړې ده

اړوند خبرونه