ډېر لوستل شوي

کاپیسا کې د آشي هارا کراټې سیالۍ پای ته ورسېدې

د کاپیسا په مرکز محمودراقي کې د آشي هارا کراټې اووه لسم پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې.

دا سیالۍ ددې ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د آشي هارا کراټې فدراسیون د استازولي له لوري د زلمیو، ځوانانو او لویانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې.

په دې سیالیو کې ټولټال د آشي هارا کراټې ۱۵۰ تنو ورزشکارانو برخه اخیستې وه.

ددې سیالیو په پایله کې ٨٩ تنه د کاپیسا ولایت منتخبې لوبډلې ته ټاکل شوي.

د یادو سیالیو موخه کاپیسا کې د ځوانانو ترمنځ د یاد ورزش وده او ولایتي منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبډلې ټاکل په ګوته شوي دي.

اړوند خبرونه