د لښکرګاه ښاروالۍ مسوولینو ویلي چې روان کال به د لښکرګاه په بېلابېلو سیمو کې ۱۴ رغنیزې پروژې پلې شي.
د لښکرګاه د ښاروالۍ له قوله، ددې پروژو ټولټال ارزښت ۸۶ میلیونو افغانیو ته رسیږي چې ددې پروژو په بشپړېدو سره به ښاریانو ته په بېلابېلو برخو کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.
د لښکرګاه ښاروال مولوي عبدالله روحاني وايې: سږ کال په پلان کې لرو چې د لښکرګاه په بېلابېلو برخو کې د ویالو، سړکونواو پلچکونو د رغولو پروژې په هغو سیمو کې پلي کړو، چې اړتیا ورته محسوسیږي.
ښاغلي روحاني وړاندې ویلي: (( په ۱۴۰۳کال کې موږ ډیره توجه دغو دریو شیانو ته اړولې ده: د سړکونو جوړول، د پلچکونوجوړول او د ویالو جوړول. تېر ۱۴۰۲ کال کې الحمدالله موږ چې کومه بودیجه له ځان سره درلوده، له هغې مو ۱۶ نیم زره متره ویالې په ښار کې ورغولې، نو الله پاک ته امیدوار یو چي په ۱۴۰۳ کال به هم د پروسږ کال څخه دا ټارګیټ واړوو.))
ورته مهال د لښکرګاه ښاروالۍ د مطبوعاتو مسوول محمد طاهرابشار امید راډیو ته وویل، د ۱۴۰۳ کال د هغو ۱۴ پروژو څخه چې په پلان کې نیول شوي، د لومړنیو پروژو پیل یې نن ترسره شو. یاده پروژه کې د ۱۴۰۰ متره ویالو او ۳۰ پلچکونو رغول شامل دي چې د دریو میاشتو په موده کې به یې چارې بشپړې شي.))
ابشار څرګندوي: (( لښکرګاه ښاروالۍ د خپل ۱۴۰۳مالي کال د انکشافي پلان په ترڅ کې خپله لومړۍ پروژه چې ۱۴۰۰متره ویاله ده، دا دی نن پلې کوي، چې تقریبا ۳ میلیونه افغانۍ به لګښت پرې راشي.))
همداراز د لښکرګاه ښاروالۍ د نظارت او ارزیابۍ امر انجینیرعباس زیرک بیا وايې، د لښکرګاه په پنځمه ناحیه بولان سیمه کې د یادو ویالو د رغولو ترڅنګ به د ۱۴ نیم میلیونه افغانیو په ارزښت دوه نیم کیلومتره سړک هم قیر شي.
د یادونې وړ ده چې تېر مالي کال کې هم د لښکرګاه ښاروالۍ له لوري د ښار په بېلابېلو سیمو کې ۱۶ زره متره ویالې په بنسټیز ډول رغول شوې وې. د مسوولینو له قوله چې سږکال کې هم رغنیزو چارو کې ګڼې برخې ترلاس لاندې لري