د پکتیا د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسولینو ویلي چې په دې ولایت کې به بڼوالو ته سلګونه بڼونه کېنول شي او همدارنګه به له منځه تللي ځنګلونه بیاځلې ورغول شي.
د دې ولایت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست استازی اصف الرحمان بسمل وايي، روان کال به د مرکز ګردېز په ګډون د لرو پرتو ولسوالیو په ګڼو سیمو کې بڼوالو ته سلګونه باغونه کېنوي او هم به وهل شوي او له مینځه تللي ځنګلونه بیا ورغوي.
ورته مهال، د پکتیا بڼوال غوښتنه کوي، چې د کرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ په برخه کې دې ور سره همکاري زیاته وشي؛ تر څو ښه کر کیله ولري.
په ګردېز کې بیا د نیالګیو پلورنکی کریم خان وایي، چې تر پخوا يې د نیالګیو په خرڅلاو کې زیاتوالی راغلی او خلک بېلابېل نیالګي پیري.
د پکتیا د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسولین ژمنه کوي چې د کرنې په برخه کې به د کرونګرو او مالدارانو ستونزو ته په وخت رسیدنه کوي