ډېر لوستل شوي

لوګر کې د عصري کرنې او مالدارۍ لپاره هڅې زیاتې شوي

د لوګر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست استازو ویلي، چې د عصري کرنې او مالدارۍ په برخه کې یې خپلې هڅې ګړندۍ کړې دي.
د لوګر د کرنې ریاست په دې ولایت کې د بشري ځواک د پراختیا ادارې له لوري لسګونه بزګرانو ته د تخمونو شیندلو پرمختللي ماشینونو د وېش په مراسمو کې ویلي چې د مرکز پل علم سربېره په ټولو ولسوالیو کې د عصري کرنې او مالدارۍ د ودې په پار هڅې شوي دي.
د بشري ځواک د ادارې استازی سمیع الله اتل ویلي، چې دا ۷۳عرادې د تخمونو او کیمیاوي سرو ماشینونه د لوګر د مرکز پل علم سربېره په دریو ولسوالیو کې بزګرانو ته ور کړل کیږي چې ټولټال لګښت یې ۱.۳ میلیونه افغانۍ دی
په جوړو شویو مراسمو کې د لوګر ولایتي مسوولینو بیا له کروندګرو غوښتي چې له ورکړل شویو ماشینونو څخه دې بزګران د عصري مالدارۍ او کرنې په وده کې سمه ګټه پورته کړي.
د لوکر کروندګر محمد اجان بیا د یادو توکو ویش د دوی لپاره ګټور بولي او هیله کوي چې په کرنې او مالدارۍ برخه کې یې حکومت او مرستندویه بنسټونه لاسنیوی وکړي.
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم د بشري ځواک ادارې په لوګر کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې کروندګرو سره بېلابېلې مرستې کړي دي.

اړوند خبرونه