ډېر لوستل شوي

د هلمند د پوهنې رییس: اوس د مدرسې او ښوونځي ترمنځ شته واټن له منځه تللی

د هلمند د پوهني رییس مولوي محمدعوض انصاري ویلي، چې د اسلامي امارت په راتګ سره د دیني مدرسو او ښوونځیو ترمنځ واټن له منځه تللی او لاهم هڅه کوي؛ ترڅو د دغه ولایت په نږدې او لیري پرتو ولسوالیو او سیمو کي د پوهني په برخه کې شته ستونزو ته د پای ټکی کېږدي.
یادي څرګندوني ښاغلي انصاري له یوې لیسې څخه د سلګونو زده کوونکو د فراغت په غونډه کې کړې دي.
د ښاغلي انصاري په خبره، اوس هېواد کې زده کړو ترلاسه کولو ته ښه زمینه برابره شوې او لا هم هڅي کوي چې په دې ولایت کې شته ستونزې له منځه یوسي.
ورته مهال فارغوشویو زده کوونکو هم پوهنه د ټولنې اړتیا بللې او له ټولو ځوانانو یې غوښتنه کړې چې د بېځایه وخت تېرولو پر ځای دې زده کړو ته مخه کړي او د هېواد په ابادۍ کې برخه واخلي.
هلمند کې داسي مهال له وزیر محمد اکبر خان لیسې ۵۸۶ تنه فارغیږي چې لا هم ددې ولایت لیري پرتو سیمو کې یو شمېر ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي یې تر شنه اسمان لاندې پر زده کړو بوخت دي

اړوند خبرونه