ډېر لوستل شوي

د هېواد  په ګڼو بندرونو کې سکنرونه نصبیږي

د چارو ادارې لوی ریاست د پانګونې اسانتیا ریاست په یوه خبر کې ویلي چې د هېواد په ۱۲ ګمرکونو کې به د وارداتو او صادراتو په پار سکنرونه ولګول شي.

ددغو سکنرونو له نصب سره به د هېواد په وارداتي او صادراتي توکو کې د کیفیت له پلوه ښه‌والی راشي. دغه پروژه د مالیې وزارت او زبیر مصور خصوصي سوداګریز شرکت ترمنځ لاسلیک شوې ده.

ویل کیږي چې ددغو سکنرونو پر نصب به مصور خصوصي شرکت ۱۱۳ میلیونه امریکایي ډالره پانګونه وکړي. دا پروژه ۲ کاله په بر کې ونیسي او شاوخوا ۲ زرو تنو ته به د کار زمینه هم برابره کړي.

د چارو ادارې لوی ریاست، د پانګونې اسانتیا رییس احمدضیا خالد د دغې پروژې په تړاو وړاندې ویلي: دا پروژه د وارداتي او صادراتي محصولاتو سکن کولو، د امنیت د ټینګښت، د مخدره توکو او د وسلو او مهماتو د قاچاق د مخنیوي لپاره اغېزمنه ده.

 د افغانستان اسلامي امارت په پام کې لري تر څو د هېواد په ۱۲ ګمرکي بندرونو(تورخم، حیرتان، سپین بولدک، اسلام کلا، تورغونډۍ، نیمروز، خوست، پکتیا، اقینه، ابونصر فراه او شېرخان) کې د سکنرونو د تجهیزاتو او زیربناوو جوړولو او د هېواد په ځمکنیو او هوایي بندرونو کې د لاسي بکسونو او نورو توکو د سکن کولو لپاره د اړتیا وړ ۳۳ پایې کارګو سکنرونو چمتو کولو پروژه پلي کړي. ددې پروژې هوکړه نن(شنبه، زمري شپږمه) د اړوندو امارتي ادارو او زبیر مصور شرکت له لوري د عامه او خصوصي مشارکت د اصولو پر بنسټ لاسلیک شوې.

ښاغلی خالد زیاته کړې چې د دغه پروژې ساختماني چارې به د دوه کالونو په  لړ کې بشپړې شي او د ۱۳ کلونو لپاره به د عامه او خصوصي مشارکت د اصولو پر بنسټ خصوصي سکتور ته د ګټې اخیستنې په موخه وسپارل شي، چې لږ تر لږه به ۲ زره کسان ورسره په کار وګومارل شي.

د زبیر مصور خصوصي شرکت رییس نجم الدین سیاس دغه پروژه یوه تاریخي پروژه ګڼلې، چې په وینا یې د لومړي ځل لپاره د یو خصوصي سکتور لخوا پلې کیږي. نوموړی زیاتوي: دا ستر ویاړ نه یوازې د افغانستان د خصوصي سکتور لپاره بلکې د افغانستان اسلامي امارت لپاره هم یوه ستره بریا ده او د افغانستان اسلامي امارت وطن‌پالنه او ژمنتیا د خلکو لپاره ثابتوي؛ د دې پروژې پلي کېدو سره به سربېره پر دې چې د سوداګریزو توکو بهیر په ګمرکونو کې ګړندی شي، د عایداتو د راټولولو بهیر به نور هم روڼ او ګمرکونه به د معیاري کېدو خواته روان شي.

نوموړي د خپل شرکت لخوا افغان حکومت ته ډاډ ورکړی چې د ګمرکونو د تجهیز او عصري کولو په برخه کې به له هیڅ راز مرستې درېغ ونه کړي.

اړوند خبرونه