ډېر لوستل شوي

حماس غورځنګ: داسې اوربند ته غاړه نه ږدو چې خپل هېواد او خاوره پکې وبایلو

په غزه کې د تلپاتي اوربند په تړاو بیاځلې هڅې چټکې شوي خو حماس په غزه کې د اوربند اصلي خنډ د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو ګڼي. د تېرکال د نومبر وروسته دا لسم ځل دی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر  انتوني بلېنکن اسراییلو ته ځي. د امریکا پرحاله ولسمشر جوبایډن هیله ښودلې چې دواړه خواوې نرمښت وښیي او له ناشونو شرطونو پر شا شي.

د حماس رسنیز دفتر صهیونستان ملامته او د اوربند په مذاکراتو کې یې پر دوه مخۍ تورن کړي. حماس د اوربند په شرطونو کې له غزې د صهیونست عسکرو په بشپړه توګه وتنه او د فیلادلفیا دهلېز په اوږدو کې د اسراییلو عسکرو د کمښت او یا نشت غوښتنه کوي. فیلادلفیا د غزې جنوب کې پروت دی چې مصر او فلسطین سره تړي. د حماس رسنیز دفتر تازه لیکلي، داسې اوربند ته غاړه نه ږدي چې خپل هېواد او خاوره پکې وبایلي. بل پلو، د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو حماس ګواښلي او اوربند ته یې پر غاړه نه اېښودو ملامت کړي. اسراییلي لومړي وزیر نتانیاهو زیاته کړې چې امریکا او اغېزمن هېوادونه دې پر حماس او یحیی سنوار فشارونه زیات کړي.

دا په داسې حال کې ده چې سپینې ماڼۍ په دې وروستیو کې غزه کې د اوربند د تړښت هیله‌مندي ښکاره کړې، خو حماس یاده هیله‌مندي تش خیال بللی. امریکایي ولسمشر جوبایډن ویلي چې دوی تر بل هر وخت سولې ته نږدې شوي، خو د حماس مطبوعاتي مشران د اوربند په تړاو هر ډول پرمختګ ردوي.

راپورونه ښیي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن تازه اسراییلو ته رسېدلی. تل ابیب ته د بلېنکن له تګ سره سم صهیونستي جنګي الوتکو بیاځلې د غزې تړانګې په اوږدو کې د ماشومانو په ګډون ۲۱  تنه شهیدان او لسګونه نور ټپیان کړي. له دې پېښې سره سم غزه کې د فلسطینیانو د شهیدانو شمېر ۴۰۰۹۹ او د ژوبلو شمېر ۹۲۶۰۹ ته ورسېد.

صهیونست ځواکونو همدارنګه په خان یونس کې یوه خبریاله او یو خبریال هغه وخت په نښه کړل چې د یاد رژیم د ځواکونو یرغل یې پوښښاوه. د اسرییلو ۱۳ چینل تازه په پلازمېنه تل ابیب کې پرون ماښام د یوې چاودنې خبر ورکړی. تر اوسه په دې چاودنه کې د یوه تنه مړینه منل شوې.

د یادونې وړ ده چې د تېرکال په نومبر کې تر لنډمهالي اوربند وروسته صهیونستي یرغلګرو خپل بریدونه لا زیات کړي او هره ورځ لسګونه بې دفاع کسان شهیدانوي. د تېر کال په نومبر کې حماس  ۱۰۵ اسیران او اسراییلو ۲۴۰ فلسطینیان ازاد کړل.

د یادونې وړ ده چې د تېر کال د اکتوبر پر اوومې حماس ځواکونو په یوه چټک او ناببره برید کې پر اسراییلو پراخ برید وکړ چې شاوخوا ۱۲۰۰ تنه یې تر تېغه تېر او سلګونه صهیونست عسکر یې یرغمل کړل. اسراییلو په ځوابي بریدونو کې د حماس ځواکونو پر ځای بې ګناه فلسطینیان په نښه کړل چې یاده ټول وژنه لا هم روانه ده. که څه هم امریکایي، مصري او قطري چارواکو بیاځلې غزه کې د اوربند په پار هڅې کړي، خو واشنګټن د پردې تر شا اسراییل غزه کې ویجاړي او ټول وژنې ته هڅوي او پراخه نظامي مرسته ورسره کوي.

اړوند خبرونه