کابل کې د ازبکستاني توکو نندارتون پرون پای ته رسېدلی چې له یاد درې ورځني نندارتون څخه لسګونو زرو تنو کتنه کړې وه.
ددغه نندارتون د پای په غونډه کې د افغان چارواکو سربېره په افغانستان کې د ازبکستان سفیر او ځینو سوداګرو برخه اخیستې وه.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال یونس مومند غونډې ته په وینا کې ویلي چې په دغه نندارتون کې د سلګونه میلیونه ډالرو په اندازه پېر پلور شوی او همدارنګه د سلګونه میلیونو ډالرو په اندازه هوکړهلیکونه لاسلیک شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، دا نندارتون زمونږ لپاره په ملي او نړیواله سطحه د سوداګرۍ د وصل یوه نقطه ده. نوموړي څرګنده کړې: ازبکستان کولی شي د افغانستان له لارې نږدې په دوه ورځو کې د هند واګا بندر ته لارۍ ورسوي او همدارنګه مونږ د ازبکستان له طریقه کولی شو، خپله سوداګري له روسیې، قزاقستان او چین سره پراخه کړو.
په افغانستان کې د ازبکستان سفیر یادګار خواجه شادمانوف یادې غونډې ته په خپله وینا کې ویلي چې د ازبکستان لومړي وزیر سفر افغانستان ته د اړیکو د نوي باب مانا لري او له افغانستان سره مو نږدې د ۲ نیم میلیارده ډالرو په اندازه هوکړهلیکونه لاسلیک کړي دي. هغه د افغانستان له اسلامي امارته مننه کړې او ژمنه یې وکړه چې دې برخې ته به په ګډه دوام ورکړو.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي ویلي، دغه لوی نندارتون نه یوازې د توکو فني راکړه – ورکړه وه، بلکې د دغو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګرۍ لپاره یوه نوې لار هم وه، چې سوداګري به مو لا ورسره پیاوړې شي. نوموړي له ازبکستاني چارواکو څخه په مننې ویلي چې وړاندې په سوداګرۍ برخه کې ګڼې ستونزې وې چې اوس د ازبکستاني لوري په پاملرنې حل شوي دي.
ښاغلي عزیزي وړاندې څرګنده کړې: ازبکستان هېواد چارواکو راسره ژمنه کړې، چې د افغانستان مالونه به د یاد هېواد له لارې قزاقستان، روسیې او چین ته له ۱۰ څخه تر ۷۵ سلنو په تخفیف رسوي.
بل پلو، د افغانستان صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د ازبکستان د محصولاتو او تولیداتو نندارتون او د دواړو هېوادونو د سوداګریز پیوستون کنفرانس د ۲.۵ میلیارد ډالرو په ارزښت د ۲۵ هوکړو په لاسلیک سره پای ته رسېدلی دی.