د افغان فوټسال ملي لوبډلې په کانټينټال سياليو کې د درېيم مقام په ترلاسه کولو، د برنزو مډال په خپل نوم کړ.
د هېواد فوټسال ملي لوبډلې په کانټينټال پنځه اړخيزه جام سياليو کې له ټايلنډ لوبډلې څخه د ۲ پر ۱ گولونو په توپير ماتې وخوړه او په يادو سياليو کې يې درېيم مقام او د برونزو مډال وگاټه.
د کانټينټال پنځه اړخيزه جام سيالۍ د افغانستان، نيوزيلنډ، کويټ، ګواتيمالا او ټايلنډ لوبډلو ترمنځ يوه اوونۍ مخکې د ټايلنډ هېواد په بانکوک ښار کې پيل شوې وې، چې د جام په وروستۍ لوبه کې ټايلنډ لوبډلې سيالې افغان لوبډلې ته ماتې ورکړه او د دغو سياليو اتلولي يې خپله کړه.
په دغو سياليو کې افغان ملي لوبډلې گواتيمالا ته ۵ پر ۴ او نيوزيلنډ ته يې ۵ پر ۱ گولونو په توپير ماتې ورکړې وې، خو کويټ څخه يې ۴ پر ۳ او له ټايلنډ څخه يې بيا ۲ پر ۱ گولونو په توپیر ماتې ومنلې. د يادولو ده، چې د دغو سياليو موخه د راتلونکي فوټسال نړيوال جام لپاره د لوبغاړو لا ښه چمتو والی وو.