ډېر لوستل شوي

د ټاپي په ګډون د ګڼو سترو پروژو تیاری روان دی

د معلوماتو له مخې، هېواد کې دننه به ډېر ژر د ټاپي سترې پروژې ترڅنګ نورې لویې اقتصادي پروژې پرانیستل شي.

ویل کیږي چې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې چارو د پیل پرانیستونکو مراسمو ته په لوړه کچه تیاری روان دی چې ښایي د ځینو هېوادونو ولسمشران هم پکې ګډون وکړي.

د ټاپي پروژې د چارو د عملي پیل خبر په داسې حال کې ورکول کیږي چې اسلامي امارت د څلورو نورو سترو پروژو د پرانیستې لپاره هم چمتووالی نیولی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي هم تېره ( پنجشنبه، د وږي ۱۵مه) د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر رشید مرادوف سره د ټاپي پروژې د پرانېستې په اړه خبرې اترې کړې وې. په یاده کتنه کې د دواړو لوریو مشرانو له سرحدي صفري نقطو کتنه کړې وه او پر ګډو مسایلو غږېدلي وو.

ویل کیږي چې د تېرې زېږدیزې اګست میاشتې په ۲۹مه د ټاپي کمپنۍ مدیره غړو غونډه کړې وه چې د هند او پاکستان استازو هم پکې برخه لرله. ویل کېږي په دې غونډه کې په ټاپي پروژه کې شاملو څلورو واړو هېوادونو د هرات برخې د تطبیق لپاره مثبته رایه ورکړې ده.

ټاپي له ترکمنستانه د افغانستان له لارې هند او پاکستان ته د ګازو ستره نل لیکه ده چې له افغانستانه په تېرېدو پاکستان بیا د هند د فاضل‌کا سیمې سره نښلول کیږي.

دغه نل لیکه ۱۸۰۰ کیلومټره اوږدوالی لري. ددې ګازو لېږدونکی هېواد(ترکمنستان) به په کلني ډول برخوالو هېوادونو ته ۳۳ میلیارد متر مکعب طبیعي ګاز صادر کړي.

په افغانستان کې د ټاپي نل لیکي اوږدوالی ۸۱۶ کیلو مټره دی چې له هرات، فراه، نیمروز، هلمند او کندهار ولایتونو څخه تېرېږي.

د یادونې وړ ده چې اسلامي امارت په خپله لومړۍ واکمنۍ کې د ټاپي پروژې پیل ته لېواله و او په دې تړاو یې له ترکمنستان سره خبرې هم کړې وې؛ خو د سیمې ځینې هېوادونو او امریکا یاد پرمختګونه ځنډمن او حتی شنډ کړل.

اړوند خبرونه