ډېر لوستل شوي

د بدني روزنې او سپورټ ملي اداره: تېرکال ټولټال څلور زره سیالۍ پر لار اچول شوې وې

د المپیک ملي کمېټې، بدنې روزنې او سپورټ عمومي ریاست مسوولینو ویلي چې تېر کال ۴ زره تشویقي، مناسبتي او رسمي سیالۍ ترسره شوي دي.
د امارتي ادارو د تېرو یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام په لړ کې د المپیک کمېټې، بدني روزنې او سپورټ لوی ریاست رییس مولوي احمدالله وثیق د حکومت د اطلاعاتو د رسنیو په مرکز کې د یوې غونډې په ترڅ کې ویلي چې د المپيک کمېټه او د بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست د هېواد د ورزش ادارې په توګه دنده او مسوليت لري، چې د اسلام د مبارک دين او افغاني دودیزو لارښوونو سره سم د هېواد د ورزش ټولو برخو ته پاملرنه او کار ورته وکړي.
ښاغلي وثیق زیاته کړې چې دوی به لا هم ورزشکارانو ته په کوردننه او بهر کې د سیالیو فرصتونه چمتو کړي او ګڼې سیالۍ به رامنځته کړي.
د هېواد د ورزش ادارې رییس ویلي: د ورزشکارانو اړتياوې او ضرورتونه یې درک کړي او هڅه یې کړې، چې د ورزشکارانو اړتیاوو ته رسیدنه وکړي. همدا شان ياده اداره مسوليت لري، چې په خپل ټول توان او امکاناتو سره د ورزش د ودې، پرمختګ او ټولشمولتوب لپاره کار وکړي.
نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړې: ((المپیک کمېټې، بدني روزنې او سپورټ عمومي اداره دنده لري چې د ټولو افرادو لپاره پرته له توپیره د ورزش مناسبه زمینه برابره کړي، ماشومانو، عمر خوړلیو او معلولینو ته شته فرصتونه رامنځته کړي او همداشان ورزشکاران د جسمي روزنې ترڅنګ معنوي هم وروزي.
همدا ډول له نشه يي توکو څخه د ځوانانو راګرځول او د ولسونو ترمنځ د اړيکو پيدا کول او له نړيوالو سره د ورزشي اړيکو پياوړتيا هم د دې ادارې دندې بلل کیږي. د هيواد دوديزو او محلي ورزشونو ته وده ورکړي او اجازه ورنه کړي، چې ياد ورزشونه د نه پاملرنې له وجې ومري. د ورزش اداره د غوره ورزشي استعدادونو د موندنې، د ورزشي لوبډلو د تشکيل او د بهرنيو سياليو لپاره د هغوی د بشپړ چمتو کولو دنده هم پر غاړه لري.))
د المپیک کمېټې، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست ویاند الله محمد اتل مشواڼي وویل: د تېر په څېر، د بزکشي، فوټبال، واليبال، فوټسال او خوسي ليګونه په معياري ډول ترسره کړي، همدارنګه د ۱۴ فدارسيونونو ملي انتخابي سيالۍ مو ترسره کړې دي. په ياده موده کې د بېلابېلو ورزشي رشتو ۴۰۰۰ تشويقي، مناسبتي او رسمي سيالۍ د هيواد په مختلفو سيمو کې نيول شوې دي. په نږدې ۹۸ بهرنيو سياليو کې د هيواد د بېلابېلو ورزشي څانګو ورزشکارانو ګډون کړی، چې په يادو سياليو کې مو ۲۲د طلا، ۳۰ د نقرې او ۴۰ د برونزو مډالونه ګټلي، چې ټول ۹۲ مډالونه کيږي. په تېرو دوولسو مياشتو کې موږ توانېدلي يوو، چې د هيواد په کچه هره مياشت په مختلفو ورزشي څانګو کې په اوسط ډول ۳۶۰ سيالۍ تر سره کړي دي.
د مشواڼي په خبرو کې وړاندې ویلي، په پلازمينه کابل کې د اتو غوره لوبډلو ترمنځ د واليبال درېيم پړاو غوره ليګ ترسره شو، د وزلوبې پنځم پړاو غوره ليګ د کابل په کوربتوب د سرپل، سمنګان، پنجشېر، بامیان، کندوز، بلخ، ميدان وردګ، کندهار، بدخشان، لوګر، بغلان او تخار ولايتونو د لوبډلو ترمنځ ترسره شو او د فوټبال د اتلانو درېيم پړاو غوره ليګ د ۱۲ غوره لوبډلو ترمنځ ترسره شوی دی.
ورزشکارانو او د ورزشي ځايونو د احصايې ښه تنظيم په خاطر د ۳۴ ولایتونو لپاره د دېټابېس فارمټ جوړ شوی دي ، چې د ۳۲ ولایتونو ډېټابېس تکمیل او پاتې نور د تکمیلېدو په حال کې دي.
ورزشي کلبونو او مربيانو ته سږ کال په پلازمېنه کابل کې ۱۳۷ جوازه کلبونو ته او ۴۳۶ جوازه مربيانو ته تقسیم شوي دي او په ولایتونو کې ۵۰۰ جوازه کلبونو ته او ۱۲۵۰ جوازه مربيانو ته ورکړل شوي دي.
د ورزش ادارې ورزشي پلان او پاليسي پر درېوو عمده ټکو راڅرخيږي، زموږ اول هدف د هيواد دننه د ورزش پياوړي کول، ټولشموله کول او د هيواد ګوټ- ګوټ ته رسول دي، چې له ښه مرغه په دې برخه کې بريالي شوي هم يو، په دويم قدم کې د ورزش ادارې لپاره داخلي لوبې او سيالۍ او امکانات يې لومړيتوب لري. موږ کوشش کړی، چې د هيواد ټولو ورزشونو ته بشپړه پاملرنه وکړو او د فعاليت زمينه ورته مساعده کړو، په ځانګړي ډول هغو ورزشونو ته ‌خاص پام وکړو، چې پخوا ورته کار نه و شوی، همدا ډول د ټولو فدارسيونونو ملي انتخابي لوبډلې په پوره شفافيت سره انتخاب شي. درېيمه موضوع چې د ورزش ادارې لپاره اهميت لري، هغه بهرنۍ ورزشي اړيکې او ورزشي سيالیو کې د لوبډلو او لوبغاړو ګډون دی، چې موږ دې برخې ته پاملرنه کړې ده، په پرلپسې ډول له نړيوالې المپيک کمېټې سره په اړيکه کې يوو او جلسې ترسره شوې دي او هم د ورزشي اړيکو د پراختيا په خاطر بهرنيو هيوادونو ته سفرونه شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د دولت د رسنیو په مرکز کې هرکال امارتي ادارې د خپل یوه کال لاسته راوړنې له ولس او رسنیو سره شریکوي. ددې لړۍ په ترڅ کې پرون د هېواد د ورزش ادارې د خپل تېر یوه کال لاسته راوړنې د دولتي چارواکو او د رسنیو له مسوولینو سره شریکې کړې

اړوند خبرونه