ډېر لوستل شوي

له ایران څخه څه باندې دوه زره نور افغان کډوال راستانه شول

له ګاونډیو هېوادونو د افغانانو د را ایستل‌کېدو په دوام، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې تازه ۲ زره ۱۲۳ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي. 

دغه وزارت نن سه‌شنبه د لیندۍ ۱۴مه په ایکس پاڼه لیکلي چې دا کډوال پرون دوشنبه د هرات اسلام‌کلا بندر له لارې هېواد ته راغلي او رالېږل شوي.

بلخوا د اسلام‌کلا سرحدي امریت ویلي چې په تازه راستانه‌شویو کې مجردان او د کورنۍ‌واله شامل دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پرون هم هېواد ته د زرګونه کډوالو د راستنېدو خبر ورکړی و.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې له پاکستان او ایران څخه د کډوالو د را ایستلو لړۍ چټکه شوې او د یادو هېوادونو حکومتونو د «غیرقانوني» کډوالو پر ایستلو ټینګار کړی دی.

بلخوا د ویلو ده چې تازه د ایران ۱۶ ولایتونو ته د افغانانو پر ورتګ بندیز هم لګېدلی دی.

اړوند خبرونه