رسنیو د تانزانیا د چارواکو په حواله راپور ورکړی چې د دغه هېواد په مانارا سیمه کې د سیلابونو د راوتلو له امله ۴۷ کسان مړه او ۸۵ نور ټپيان شوي دي.
د راپورونو له مخې، دا سیلابونه پرون دوشنبه د «هاناګ» غره تر څېرمه راوتلي او پر مړینې سربېره لسګونه کسان لادرکه دي.
سیمهییزو چارواکو دا سیلابونه دومره زورور ښوولي چې له لسګونو کورونو یو جوړ کلی یې په بشپړه توګه نړولی او لسګونه کسان پکې تري تم شوي دي.
چارواکو دا هم ویلي چې ښايي د پېښې د قربانیانو د شمېر نور هم لوړ شي.
بلخوا د تانزانیا هېواد د هوا پېژندنې ادارې په راتلونکو میاشتو کې هم د سختو بارانونو او سیلابونو د راوتلو خبرداری ورکړی دی.