حزبالله ډلې د اسراييلو پر حيفا ښار توغندیز بريدونه کړي، چې په پايله کې ۱۰ تنه ټپيان شوي دي.
يادې ډلې د يو شمېر راپورنو له مخې خبر ورکړی، چې د اسراييلو پر سوېلي سیمې دغو بریدونو کې د صهيونيست رژيم یوه پوځي اډه په نښه کړې ده.
ورته مهال، صهيونيست رژيم هم ویلي، چې د لبنان په بېروت کې یې د حزب الله استخباراتي مرکزونه او د وسلو زېرمې په نښه کړې دي.