ډېر لوستل شوي

اسټرالیا له افغانستان سره شاوخوا یو میلیون ډالره مرسته اعلان کړه

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا په خپل اېکس د اسټرالیا له خوا افغانستان ته د ۱.۳ میلیونو ډالرو د مرستې خبر ورکړی.

اوچا ټینګار کړی چې د اسټرالیا پر دې مرستو به د زیانمنو افغانانو لومړنۍ اړتیا رفع شي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر تر دې وړاندې هم له افغانستان سره د اسټرالیا د ۲.۶ میلیونه ډالره مرستې خبر ورکړی و. ویل کیږي، چې اسټرالیا د افغانستان لپاره د بشردوستانه صندوق له جوړېدو راهیسې شاوخوا ۷۵ میلیونه ډالره مرسته کړې ده. بل پلو، د ماشومانو د خوندیتوب صندوق یا یونیسف اعلان کړی، چې سږکال شاوخوا لس میلیونه افغان ماشومان مرستو ته اړتیا لري.

اړوند خبرونه