ډېر لوستل شوي

د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر: د کانونو عواید د برېښنا بندونو په جوړونه کې لګوو

د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر ملا هدایت الله بدري د اوبو او انرژۍ وزارت له سرپرست سره په کتنه کې ویلي، چې د یوې کړنلارې له مخې به د کانونو له عوایدو د برېښنا بندونو په جوړونه کې کار واخیستل شي.

د کانونو او پټرولیم وزارت وړاندې ویلي، چې په دې لیدنه کې دواړو لورو د کاني زېرمو د ښه مدیریت، پانګوالو ته د پانګونې زمینې برابرولو، د کاري فرصتونو په رامنځته کېدو سربیره یې د کانونو په عوایدو او د اوبو او برېښنا بندونو د جوړولو په اړه خبرې کړې دي. یاده دې شي، چې اسلامي امارت له وړاندې د کانونو په عوایدو یو شمېر بنسټیزې پروژې پیل کړي دي.

اړوند خبرونه