د ترکیې پولیسو ۱۵ تنه د صهیونستې جاسوسې موسسې(موساد) سره د لاس لرلو په تور نیولي او اته نور یې له هغه هیواده شړلي دي.
د ترکي چارواکو له قوله چې دې ډلې غوښتل هغه فلسطینیان خپله موخه وګرځوي چې په ترکیه کې مېشت دي.
ایسنا خبري اژانس لیکي چې ترکي پولیسو وړاندې هم له موساد سره د اړیکو په تور هغه ۳۴ تنه نیولي وو چې له فلسطینه دباندې او په ځانګړي ډول په ترکیه کې یې د حماس غړي په نښه کول.
د رویټرز له قوله چې انقره د لوېدیځ د نورو اروپایي او عربو متحدانو پرخلاف حماس ډله د ترهګرو ډلو په نوملړ کې نه راولي.
ترکیه وایي چې دا کسان یې د امنیتي ځواکونو او له ترهګرو ډلو سره د مبارزې د ادارې په مټ نیولي دي.
یاده دې شي چې ترکیې په غزه کې د اشغالګرو اسراییلو پر بریدونو بیا-بیا نیوکې کړي او د رسنیو له قراره چې رجب طیب اردغان او د صهیونست رژیم مشر نتانیاهو پر دې مسلې تر لفظې شخړې رسېدلي دي.