ډېر لوستل شوي

ترافیکو ریاست: د ښي لاس موټرو پر واردولو مو بندیز لګولی

د ترافیکو ریاست مسووان وایي چې تر دې دمه یې په ټول هیواد کې تر ۵۰۰ زرو پورو د ښي لاس موټر چې پر پاکستاني لاس موټرو هم یادیږي، ثبت کړي او له دې وروسته یې څوک د واردولو اجازه هم نه لري.

ریاست دغه راز زیاتوي چې په تېر کې د لایسنس د ترلاسه کولو پروسه ستونزمنه وه چې اوس یې موټرچلوونکو ته پکې ګڼې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

د ټرافیکو پولیسو عمومي ریاست سکرټر او د دفتر مسوول نجات الله نواز امید راډیو سره په خبرو کې ویلي چې اوس مهال هېواد کې د ښي لاسو موټرو د ثبت او راجستر لړۍ درول شوې ده.

د نوموړي په وینا چې تر دې دمه ۵۰۰ زرو پورې د ښي لاس موټر ثبت شوي چې که تر دې نېټې وروسته دا ډول موټر هیواد ته رالېږدول کیږي، نو د تګ راتګ اجازه به نه لري.

ښاغلی نواز زیاتوي چې د تېر په پرتله یې موټر چلوونکو ته د لایسنس د ترلاسه کولو پروسه کې هم ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړي او په وینا یې، هغه هېوادوال چې بوختیاوې ولري د زده کړو موده یې ورته کمه کړې ده.

دی همداراز زیاتوي چې په هېواد کې یې د ټرافیکي نظم په موخه هم ډېرې هڅې کړي او د پلازمېنې کابل په ګډون یې په یو شمېر ولایتونو کې ټرافیکي اشارې فعاله کړي دي.

د ټرافیکو لوی ریاست دغه شان ویلي چې هیواد کې د ټرافیکي نظم د لا ښه والي په موخه یې پر یو شمېر طرحو او کړنلارو کار پیل کړی چې د ټرانسپورټ او ښاروالۍ په ګډون یې له نورو اړوندو ارګانونونو سره شریکې کړي.

اړوند خبرونه