د بلخ ولایت مقام د رسنیو مرکز وایي، چې د یاد ولایت والي «حاجي محمدیوسف وفا» په شمال زون کې له یو شمېر معلولو مجاهدینو سره کتلي دي.
یاد مرکز په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ښاغلي محمدیوسف وفا له هغو مجاهدینو سره کتلي چې د اشغال د خاتمې، د آزادۍ ترلاسه کېدو او د جهاد په سپېڅلې لار کې یې د خپل بدن غړي له لاسه ورکړي دي.
په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې ښاغلي محمدیوسف وفا د امنیې قومندانۍ اړوند د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت اړوند روغتون کې له معتادینو او بلخ کې د افغان کډوالو له پنډغالي، د اضطراري کمېټي له خدماتي چارو څخه لیدنه کړې ده.
د بلخ د ولایت مقام د رسنیو مرکز همداراز ویلي چې حاجي محمد یوسف وفا د یادو ادارو د مسوولینو فعالیتونه ارزولي او د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ورسره غږېدلی دی.