د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خیبر پښتونخوا کې د کوهاټ ښار پر یوه جومات د جمعې د لمانځه پر مهال شوی برید په کلکو ټکو غندلی دی.
ښاغلي بلخي ویلي، پر مقدسو اماکنو بریدونه «د توجیه وړ نه دي» او د غندنې وړ عمل بلل کېږي.
نوموړي د یادې پېښې له امله د وژل شویو او ټپیانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده.
دا په داسې مهال ده چې په خيبر پښتونخوا کې د تېرې جمعې د لمانځه پر مهال يو خونړی بريد شوی چې له امله پکې ګڼ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي.

