د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن (پنجشنبه) د سالنګونو لویې لارې له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت په خبرپاڼه کې راغلي چې ملا برادر اخوند دغه لار د سوداګرۍ، ترانزيټ او د پلازمېنې کابل او شمالي ولایتونو ترمنځ د وصل په برخه کې مهمه وبلله او ټینګار یې وکړ چې باید کارونه یې په چټکتیا او ښه ډول ترسره شي.
د ټولګټو وزارت او قراردادي شرکتونو مسوولینو ډاډ ورکړ چې د سالنګونو لویې لارې کارونه به له پلان سره سم د ټولو معیارونو په پام کې نیولو سره بشپړ شي.

