ډېر لوستل شوي

ملګري ملتونه: میانمار د تریاکو په تولید کې لومړی هېواد شو

له نشه‌یي توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر وايي چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت ۹۵ سلنه کم شوی، خو میانمار بیا په ۲۰۲۲ کې نږدې ۷۹۰ ټنه تریاک تولید کړي دي. 

د ملګرو ملتونو دې ادارې (UNODC) نن سه‌شنبه د لیندۍ ۲۱مه په خپل وروستي راپور کې ویلي چې میانمار اوسمهال د تریاکو په تولید کې د نړۍ په کچه لومړی هېواد بلل کېږي.

د یاد دفتر په راپور کې ویل شوي چې په میانمار کې د کوکنارو تولید له ۲۰۲۲ تر ۲۰۲۳ پورې ۱۰۸۰ متریک ټنو ته رسېدلی چې په افغانستان کې د کوکنارو د تولید درې برابره کېږي.

په راپور کې د میانمار هېواد د تریاکو تولید د زیاتوالي ستر لاملونه اقتصادي او حکومتي ګډوډي بلل شوي دي.

د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د ملګرو متلونو د مبارزې دفتر دا هم ویلي چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په یاد هېواد کې د کوکنارو کښت ۹۵ سلنه کم شوی دی.

د یادولو ده چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو سره سم امیرالمومنین «شیخ القرآن والحدیث مولوي هیبة الله آخندزاده» د کوکنارو او هر ډول نشه‌يي توکو پر تولید او لېږد بندیز ولګاوه.

اړوند خبرونه