ډېر لوستل شوي

رییس الوزرا: پاکستاني چارواکي دې له کډوالو سره له ظالمانه چلنده لاس په سر شي

د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء الحاج ملا محمد حسن آخند نن له غرمې مخکې د ارګ په چهارچینار ماڼۍ کې د پاکستان د جمعیت علماء اسلام ګوند له مشر مولانا فضل الرحمن او مله پلاوي سره ولیدل.

په دې ناسته کې د افغانستان د اسلامي امارت قاضي القضات شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم حقاني، د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي، د ارشاد حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث مولوي نور محمد ثاقب او د کابینې ځینو نورو غړو  برخه اخیستې وه.

 د ناستې په پیل کې د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء  ملا محمد حسن اخند د پاکستاني علماوو پلاوي ته هرکلی ووایه  او هیله یې څرګنده کړه چې دغه سفر د دواړو ګاونډیو هیوادونو او وروڼو ولسونو تر منځ د ورورولۍ او د خپلمنځي اړیکو د لا پراختیا سبب شي.

ښاغلي رئیس الوزراء  زیاته کړه چې پاکستان او افغانستان ګډ مشترکات سره لري. په حکومتي کچه به په ځینو مناسباتو کې ستونزې راځي خو دا ددې سبب نه شي کېدای چې ددې هیوادونو ولسونه او علما‌‌ء سره بېل کاندي.

نوموړي له پاکستاني لوري غوښتي چې د افغان کډوالو پر وړاندې ظالمانه چلند پای ته ورسوي، ځکه دا چلند ستونزې او بدبینۍ زیاتوي.

په دې ناسته کې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر متقي د افغان کډوالو د ستونزو برسېره د افغان کډوالو پر ستونزو وغږېد. ښاغلي متقي هغو ستونزو ته نغوته وکړه چې په ټرانزېټ او سوداګرۍ کې هر کال د پاکستان هیواد له خوا رامنځته کیږي.  دده له انده چې د دواړو هیوادونو ترمنځ اقتصادي راکړه ورکړه دې د سیاست قرباني نه شي.

د راغلي پلاوي په استازیتوب د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن خبرې وکړې. ده له اشغاله د افغانستان خلاصون او د اسلامي امارت په لاس فتحه لویه بریا وبلله او له کبله یې افغان ولس ته مبارکي وکړه. ده هیله وښوده چې افغانستان کې شته نظام لا ټینګ شي، څو ټولې اسلامي نړۍ ته یې اغېزې ورسیږي.

نوموړي وویل چې افغانستان ته یې له راتګه موخه د دوتړو هیوادونو ترمنځ د ناسم پوهایو له منځه وړل او د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو غښتلتیا ده. په دې ناسته کې پر ګډ کار او د دواړو هیوادونو ترمنځ د ستونزو د حل د لارو چارو پر لټون ټینګار وشو.

اړوند خبرونه