ډېر لوستل شوي

مولوي عبدالکبیر: پاکستان باید له افغان کډوالو سره ناوړه چلند او په زور شړنه ودروي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د جمعیت علمای اسلام پاکستان له مشر مولانا فضل رحمان او مله پلاوي سره په کتنه کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند او په زور شړنې د لړۍ د درېدو غوښتنه وکړه.

دغه لیدنه چې د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال سربېره پکې د کابینې ځینو غړو برخه اخیستې وه؛ پرون یکشنبه ماښام د مرغومي په ۱۷مه د ارګ په سپېدار ماڼۍ کې ترسره شوه.

مولوي عبدالکبير وويل چې هيله شته چې کابل ته د مولانا فضل رحمان په مشرۍ د دغه پاکستاني پلاوي سفر به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړيکو په ټينګښت او پياوړتيا او د ناسم پوهاوي په کمولو کې اغېزمن تمام شي.

مولوي عبدالکبیر هیله ښودلې چې مولانا فضل الرحمن او مل پلاوی د اسلامي امارت روښانه پيغام اسلام اباد ته ولېږدوي چې اسلامي امارت په سیمه کې د امن او ټیکاو غوښتونکی دی او افغان خاوره به د هېچا پر ضد نه کاریږي.

په ورته وخت کې مولانا فضل رحمان  کابل ته په راتګ خوښي ښودلې او ویلي یې دي چې د دواړو هیوادونو ملتونه سره ګډ مشترکات لري او باید ستونزې د خبرو له لارې حل شي. نوموړي همداشان ویلي چې د افغان کډوالو د جبري شړنې مخالف دی او د دواړو هیوادونو د ګډ کار پلوی دی.

دغه راز په دې کتنه کې دبهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي د هېواد د سياسي او امنيتي حالاتو په باب معلومات وړاندې کړل .

کابل ته د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د پاکستاني پلاوي سفر په داسې حال کې کېږي چې په وروستیو میاشتو کې تر نیم میلیون زیات افغانان له  هغه هیواده په زور ایستل شوي او افغانستان ته ستانه شوي.

اړوند خبرونه