ډېر لوستل شوي

دوحه کې د ا.ا  استازي‎ د اسلامي نړۍ د عالمانو د اتحادیې په غونډه کې برخه واخیسته

په دوحه کې د افغانستان د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رئیس دوکتور محمد نعیم پرون له غرمې مخکې د اسلامي نړۍ د عالمانو د اتحادیې په رسمي بلنه د غزې اړوند د (طوفان الاقصی) تر سرلیک لاندې په جوړه شوې غونډه کې ګډون او وینا واوروله.
په دې مراسمو کې د اسلامي نړۍ د عالمانو د اتحادیې د نوي مشر ډاکټر علي قره داغي، د حماس دفتر مشر اسماعیل هنیه او د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه کابو ۷۰۰علماوو ګډون کړی وو. ددې غونډې اصلي موخه د غزې د اوسني بد وضعیت څېړنه او د اسراییلو له لوري د ظلمونو غندنه وه.

ښاغلي محمد نعیم د اسراییلو پر بریدونو، د فلسطین د ولس پر دریځ، سرښندنې او زړورتیا روښانه وینا وکړه. ښاغلي نعیم د نړۍ له ټولو حکومتونو او مسلمانانو په تېره بیا یې له علماوو وغوښتل چې د فلسطین له وګړو سره له هرې ممکنې لارې مرسته او همکاري وکړي. نوموړي د فلسطینیانو لاسنیوی د هر مسلمان دیني، وجداني او تاریخي مسوولیت باله.

اړوند خبرونه