ډېر لوستل شوي

قمي: ایران له افغانستان سره هراړخیزو همکاریو ته چمتو دی

په کابل کې د ایران سفیر او د افغانستان په چارو کې د هغه هیواد ځانګړي استازي محمد حسن کاظمي قمي د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست مولوي امیرخان متقي سره په کتنه کې له افغانستان سره د هر اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره د خپل هېواد چمتووالی څرګند کړ.

 په کابل کې د ايران سفارت په يوه خپره کړې خبرپاڼه کې ليکلي چې دغه غونډه نن سه شنبه د مرغومي په ١٩مه، د بهرنيو چارو وزارت په ودانۍ کې وشوه.

 د ایران سفارت لیکلي: سفیر له امیر خان متقي سره په کتنه کې د افغانستان له خلکو سره د هراړخیزې همکارۍ او مرستې لپاره د خپل هیواد چمتووالی اعلان کړ.

 سفارت ویلي چې ښاغلي متقي د افغانستان په چارو کې د هیوادونو د ځانګړو استازو د ګډې غونډې د کوربه توب لپاره د سیمه ییز تماس ډلې په جوړولو کې د ایران د نوښت ستاینه وکړه.

 دا لیدنه په داسې حال کې کېږي چې دوه ورځې وړاندې ښاغلي قمي د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره هم کتلي وو.

 په دې کتنه کې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال داعش د افغانستان او ایران ګډ دښمن وباله.

اړوند خبرونه