ډېر لوستل شوي

اسلامي امارت پر یمن د امریکا او برتانیې بمباري وغندله

 اسلامي امارت پر یمن د امریکايي او بریتانوي پوځیانو هوايي او سمندري بریدونه په کلکه غندلي دي او دا چاره یې له نړیوالو آرونو سرغړاوی وباله.

 د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد نن شنبه (د مرغومي په ۲۳ مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د امریکا او برتانیې دغه عمل له نړیوالو اصولو ښکاره سرغړونه ده.

 په اعلامیه کې ویل شوي چې دا کړنه د سیمې د هېوادونو ټیکاو او امنیت ته جدي ګواښ پېښولی شي.

اسلامي امارت ویلي، امریکا او ملګري یې باید له خپلو تېرو ناکامو یرغلونو عبرت واخلي.

د اسلامی امارت په وینا، په غزه کې د فلسطینیانو د نسل وژنې په مخنیوي کې د هیوادونو ناکامي به په سیمه کې د جګړې لمنه لا پراخه او د ګڼو ناکراریو سبب به شي.

په اعلاميه کې وړاندې راغلي چې د امريکا او بريتانیې وګړي بايد د خپلو حکومتونو د بغاوت مخه ونيسي او دا ځکه چې ددې حکومتونو ورته اقدام به د دوی په زیان تمام شي.

په اعلاميه کې پر اسلامي هیوادونو غږ شوی چې د فلسطین او د نورو مسلمانو هیوادونو له وګړو ملاتړ وکړي.

 یاده دې شي چې پرون جمعه سهار امریکايي او برتانوي پوځ په یمن کې د حوثي ملیشو پر مرکزونو له هوا او سمندر څخه بریدونه وکړل. دا بریدونه په پراخه کچه غندل شوي او څرګند تېری بلل شوی.

اړوند خبرونه