ډېر لوستل شوي

د کرنیزو محصولاتو د پروسس  اړوند سیمینار؛ کروندګرو ته به زیاتې اسانتیاوې برابرې شي

 د هېواد د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارواکي ژمنه کوي چې په هیواد کې به د بزګرانو په پار لا ډېرې اسانتیاوې چمتو شي.

دا وینا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د څېړنو رئیس مولوي نصرت الله طلحه نن یکشنبه (د مرغومي په ۲۴ مه) د هیواد د اقتصاد په وده کې د کرنیزو محصولاتو د پروسس په علمي او څېړنیز سیمینار کې وکړې. دا سیمینار د افغانستان د علومو اکاډمۍ له خوا چمتو شوی و چې ګڼو متخصصانو او اکاډمیسانو پکې ګډون کړی وو.

په دغه سیمینار کې ښاغلي طلحه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په استازولۍ خبرې وکړې. طلحه وړاندې وویل: (( دا چې د افغانستان اتیا سلنه وګړي پر کرنه بوخت  دي، نو د کرنې د سکټور د ودې په موخه به کروندګرو ته لا ډېرې اسانتیاوې چمتو کړي.)) هغه ډاډ ورکوي چې د کرنیزو تخمونو، درملو او د ټیټ کیفیت لرونکو کرنیزو محصولاتو د واردولو مخه به ونیسي.

 په  دغه څېړنیز او علمي سيمينار کې د رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند پيغام هم ولوستل شو.

 د پیغام په یوه برخه کې راغلي و چې اسلامي امارت هڅه کوي، کرنیز محصولات بهر ته صادر کړي.

 اسلامي امارت د کرنیزو محصولاتو د ودې او صادرلو د هڅو خبرې په داسې حال کې کوي چې تازه د هیواد ګڼې تازه او وچې مېوې له هیواده بهر صادرې شوي او په نړیوالو بازارونو کې یې ځانګړي مینه وال موندلي دي. خو یو شمېر متخصصان نیوکه کوي چې دا سیمینار په داسې حال کې جوړیږي چې په هیواد کې د کرنې په برخه کې شته فرصتونه او ننګونې لا هم دقیقې نه دي سپړل شوي.

کارپوهان په دې باور دي، چې د دا ډول سیمینارونوجوړېدل او د پایلو تطبیق به یې له کروندګرو سره په عملي ډګر کې ګټه ورسوي او د کرنې او بڼوالۍ سکتور به د پخوا په پرتله ډیر ماډرن شي.

اړوند خبرونه