ډېر لوستل شوي

حکومت: د اړمنو هیوادوالو د لاسنیوي په موخه مو له اوو بنسټونو سره تړونونه لاسلیک کړي

د اسلامي امارت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې د ځپل‌شویو او اړمنو هیوادوالو د لاسنیوي په موخه یې له  ۷ بېلابېلو بنسټونو سره د همکاریو یو لړ تړونونه لاسلیک کړي دي.

ددې وزارت مسوولان وایي چې ددې تړونونو ټولټال ارزښت یو نیم میلیون ډالره کیږي چې په بلخ، سرپل، بدخشان، هرات، نیمروز، بغلان، کندز او ننګرهار ولایتونو کې به پر اړمنو او غریبو خلکو ووېشل شي.

دا مرستې به د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت تر څار او اسانچارۍ له لارې ووېشل شي.

د کډوالو او راستنېدونو چارو وزارت دا خبره په داسې حال کې کوي چې د ژمي په رارسېدو ګڼ افغانان بېکاره کیږي او د خوراکي او ناخوراکي توکو له کمښت سره مخیږي.

اړوند خبرونه