د هیواد نوموتی قاري، برکت الله سلیم نن شنبه د سلواغې په اوومه د ورپېښې ناروغۍ له کبله وفات شوی. د قاري سلیم کورنۍ رسنیو ته د نوموړي د مړینې پخلی کړی.
قاري برکت الله سلیم په ۱۳۲۹ لمریز لېږدیز کال په ننګرهار ولایت کې زوکړی او د ۷۳ کلونو په عمر وفات شو.
نوموړي په ګڼو ملي، سیمه ییزو او نړیوالو سیالیو کې ګډون کړی چې اته ځله یې د قرانکریم په تفسیر، تجوید او تلاوت کې لومړی مقام ګټلی و.
دی یوازې حافظ نه و، بلکې د دیني علومو استاد او د پښتو ژبې شاعر هم پاتې شوی دی. د نوموړي یوه شعري ټولګه او څو دیني کتابونه د چاپ په ګاڼه پسولل شوي.
قاري سلیم د خپل خواږه غږ په برکت ګڼ مینوال درلودل چې په مړینه یې غمژن شوي. دده په مړینه د خواله رسنیو ګڼو مینوالو د خواخوږۍ پیغامونه خپاره کړي.
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد هم د قاري برکت الله سلیم پر مرګ د تسلیت مراتب وړاندې کړي او دده مړینه یې لویه ضایع بللې.