ډېر لوستل شوي

لوی درستیز: د خپل امنیت په خوندیتوب کې پاتې راغلي کسان، خپله پړه پر نورو اچوي

د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر د وروستیو څرګندونو په ځواب کې غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې دوی د خپل امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلي او اوس د خپلو کمیو پړه پر نورو اچوي. ښاغلي فطرت په ټنیګار ویلي چې د عاصم منیر وروستۍ څرګندونې افغان ولس ته ښکاره سپکاوی دی.

‏هغه د پاکستان له خلکو غوښتي، د خپلو چارواکو د داسې مغرضانه څرګندونو پر وړاندې چې د‌ دوو مسلمانو هېوادنو تر منځ د نفاق سبب ګرځي، ودرېږي.

د ملي دفاع وزارت دغه لوړپوړی چارواکی زیاتوي چې د پاکستاني پوځي چارواکي دغه ډول څرګندونې د یاد هېواد د چارواکو د بې کفایتي ښکارندویي کوي او د افغانستان خلکو پر وړاندې له سپکاوي ډکې دي.

د ملي دفاع وزارت له لوري په هغه خپره شوې خبرپاڼه کې چې د دوی په رسمي اېکس پاڼه کې خپره شوې، راغلي: عاصم منیر چې د خپل هېواد د يوه وګړي خوندیتوب د افغانستان د ټولو خلکو له ژوند څخه مهم ګڼي، په حقيقت کې د يوه مسلمان ملت د ارزښتونو سپکاوی کوي په داسې حال کې چې دوی د خپل هېوادوالو امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلي ځکه خو د خپلو نیمګرتیاوو پړه پر نور ور اچوي.

د اسلامي امارت دغه چارواکی د افغان ځواکونو سرښندنې ته په اشارې وایي چې نړۍ او د افغانستان خلک د دفاعي او امنیتي ځواکونو زړورتیاوې او اتلولۍ په یاد لري، چې څنګه يې د هیواد د خپلواکۍ له پاره مبارزه وکړه او لا هم هر ډول خطر ته ولاړ دي.

لوی درستیز همداشان ټینګار کړی چې دغه ډول ناعادلانه نظرونه نه یوازې د دواړو اسلامي هیوادونو اړیکې لا پسې زیانمنوي؛ بلکې شته اعتماد هم له منځه وړي.

 د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع لوی درستیز دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې څو ورځې وړاندې د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر ویلي و چې د یوه پاکستاني وګړي خوندیتوب د افغانستان د ټولو خلکو له ژوند څخه ورته مهم دی. ده ویلي و چې افغانستان د پاکستان تلپاتی  دوښمن دی او د پاکستان پر رامنځته کېدو یې په ملګرو ملتونو کې د پاکستان پرخلاف غږ اوچت کړی و.

د نوموړي دا خبرې اېکسپرس ټربیون رانقل کړي. عاصم منیر وایي چې د دوی لپاره د یوه پاکستاني ژوند له ټولو افغانانو او افغانستانه مهم دی. ده څنګزن افغان دولت ته په ګواښنه ژبه ویلي چې پاکستان دولت ته دې په بده نه ګوري، کنه دوی هر ډول سرښندنې ته چمتو دي. د نوموړي دغه څرګندونو په خواله رسنیو کې ګډ غبرګونونه ښودلي و او له پاکستاني جنراله یې غوښتي چې د خپلو څرګندونو په پار دې له افغان ولسه بښنه وغواړي.

اړوند خبرونه